تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجې مسوده رد کړه
د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، دغه مسوده د ۱۷ قانوني سرغړونو او ستونزو له امله رد شوې ده.
د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون وايي، له ۹۱ او ۹۲ کوډونو سربېره، شاوخوا ۱۶ میلیارده افغانۍ د احتیاط کوډ په نامه په دغه سند کې په پام کې نیول شوي او روښانه هم نه ده چې، دغه پیسې به په کومو برخو کې ولګول شي.
په دې خپرونه کې کوربه، فواد اکبرزي پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې کړې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د مالیې وزارت ویاند، شمروخان مسجدي
د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون غړی، جاوېد ساپی
د پوهنتون استاد، قیس محمدي