تودې خبرې: د هېواد پر خراب امنیتي وضعیت بحث
د کورنیو چارو وزیر وايي، طالبانو په راتلونکي پسرلي کې د بریدونو د ډېرولو لپاره چمتووالی نیولی دی.
مسعود اندرابي وايي، د سولې له هڅو سره سم، سره له دې چې، طالبانو د تازه جنګي فصل لپاره چمتووالی نیولی؛ خو په وینا یې حکومت هم د هغو پر وړاندې چمتووالی لري.
اندرابي د طالبانو پر وړاندې د مبارزې لپاره د نویو عملیاتي ډلو د فعالیتونو له پیلېدو هم خبر ورکړ.
په همدې حال کې د ملي امنیت ادارې رییس وايي، د هېواد په سویل کې د طالبانو پراخ بریدونه د دې لپاره دي چې له پاکستانه افغانستان ته خپله رهبري راولي.
د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رییس دا خبرې د دوشنبې پر ورځ ولسي جرګه کې کړي.
دا دواړه جګپوړي امنیتي چارواکي، په هېواد کې د وروستیو ناامنیو له امله ولسي جرګې ورغوښتي وو.
په دغې خپرونه کې کوربه فواد اکبرزي له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د ولسي جرګې غړی، عبدالرووف شپون
د مشرانو جرګې پخوانی غړی، داوود اساس
د پوځي او سیاسي چارو شنونکی، حکمت الله حکمت