تودې خبرې: د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی دوحې ته ورسېد
د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی د دوشنبې د سولې مذاکراتو د دویم پړاو د پیلولو لپاره دوحې ته تللی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي مشر وايي، له درېیو اونیو بحثونو وروسته ورته روښانه شوه چې، د سولې په دې پړاو خبرو کې د دغه پلاوي تر ټولو مهمه موخه په هېواد کې د جګړې پایته رسول دي.
له بل لوري د سولې په چارو کې د دولت وزیر وايي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي د سولې خبرو د دویم پړاو لپاره په ۸۶ غونډو کې ګډون کړی دی.
په همدې حال کې افغان سولې لپاره د امريکا ځانگړي استازي زلمي خليلزاد په کابل کې افغان جگپوړو چارواکو او سياسي مشرانو سره ليدلي.
د خپرونې کوربه فواد اکبرزي په دې هکله له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د ولسمشر سلاکار، صاحب نظر سنګين
د سوله ييز بدلون بنسټ د دارالاشا مشر، سردارمحمد همدرد
سیاسي فعال، سيد علي رضا محمودي