تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: حکومت د ولسي جرګې له خوا د بودیجې رد لاملونه ناسم بولي
حکومت د ولسي جرګې لخوا د بودیجې د رد لاملونه سم نه بولي او وايي چې د بودیجېد تصویب لپاره د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ سلا مشورې روانې دي.
خو ولسي جرګه خبرداری ورکوي که حکومت د بودیجې په برخه کې د دوی غوښتنې ونه مني ،د جرګې غړي به د دوی د خپلو غوښتنو سره سم د بودیجې سند تصویب کړي.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې هکله له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې اترې کړې دي.
مېلمانه:
د ولسي جرګې غړی، سید احمد سېلاب
د اقتصادي چارو شنونکی، ضیا ضیا
د ماليې وزارت د عواید پخوانی حقوقي سلاکار، سید حامد دقیق