تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې:'پاکستان دې انتخاب وکړي؛ دوستي غواړي که دښمني'
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، اوس یې وخت دی چې پاکستان انتخاب وکړي، افغانستان سره دوستي غواړي که دښمني.
ولسمشر غني د یکشنبې پر ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې امنیتي منسوبینو د مډالو د ورکړې پر مهال وویل، که افغانستان ناکراره وي پاکستان به هم ناکراره وي.
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپل افغان سیال سره پر ټلیفون خبرې کړي.
افغان بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د ترکیې جوړېدونکې غونډه کې د افغانستان په سولې بهیر کې د پرمختګ لپاره له روانو هڅو ملاتړ کوي.
همدا موضوع د خپرونې کوربه فواد اکبرزي له خپلو مېلمنو سره شاربلې ده.
مېلمانه:
د ولسمشر سلاکار، سردار ځدراڼ
د مشرانو جرګې غړی، زلمی زابلی
خبریال او شنونکی، طاهر خان