Skip to main content
وروستي خبرونه
تودی خبری

تودې خبرې: د احصایې ملي ادارې له خوا پر خپرو شویو معلوماتو بحث

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۳۹۹ کال بېلابېلو برخو شمېرې او معلومات خپاره کړل.

په دې کلني کتاب کې د هېواد د وګړو شمېر، د کرنې د برخې شمېرې او معلومات، د پوهنې د برخې احصاییه او معلومات، د روغتیا د برخې شمېرې، ملي محاسبې، د صنعت، سوداګرۍ، برېښنا، خدمتونو او ځینو نورو برخو شمېرې او معلومات خپاره شوي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، خپاره کړي معلومات او شمېرې یې د وزارتونو، نورو دولتي ادارو او خصوصي سکټور په مرسته برابر کړي چې د هېواد د اقتصادي او ټولنیز وضعیت تصویر وړاندې کوي.

د ساري په توګه د هېواد د وګړو شمېر یې په ۱۳۹۹ کال ۳۲ اعشاریه ۹ میلیونه تنه اټکل کړی. له دې مینځه د نارینه و شمېر تر ښځو زیات دی. دغه راز د کار په شرایطو د برابرو کسانو شمېر هم ۵۰ سلنه دی.

دغه راز په ۱۳۹۹ کال کې د ۷۷۶ اعشاریه ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي او د ۶۵۳۷ اعشاریه ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي.

په دغې خپرونه کې کوربه فواد اکبرزي په همدې هکله له خپلو مېلمنو سره بحث کړی دی

مېلمانه:

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې مسلکي مرستیال، حسیب الله مواحد

د اقتصادي او مدیریتي چارو شنونکی، دریاخان بهیر

قیس محمدي، د پوهنتون استاد

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews