تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: 'د سرپرستانو د کار دوام د ټولو قوانینو پر خلاف دی'
د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي تر هغې چې ولسمشر د قانون له مخې د حکومت کابینې ته د ولسي جرګې په رایو سره مشروعیت ورنه کړي، د سرپرستانو او رد شویو کاند وزیرانو کار به د هېواد د ټولو قواننیو پر خلاف وي.
دغه قانون جوړونکي وایي چې د قانون له مخې حکومت باید له دوو میاشتو زیات په وزارتونو کې څوک د سرپرست په توګه ونه ساتي، په داسې حال کې چې د کابینې شاوخوا لس غړي، لوی څارنوال، د سترې محکمې او ځينو نورو ادارو یو شمېرغړي څو میاشتې کیږي چې د سرپرستانو په توګه کار کوي.
په دغې خپرونه کې کوربه الیاس منصور په دې هکله له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال، سبحان الله مصباح
د حقوقي چارو شنونکی، امین الله شارق
د سیاسي چارو شنونکی، نصیر احمد کمال
په دې اړه مو اندونه