تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د ارګ لخوا د تازه مقرریو په تړاو غبرګونونه
د ځینو چارواکو د ګومارنې په اړه د ولسمشر وروستي فرمانونه ،چې د دې چارواکو د مخکنیو دندو د ټولو حقونو او امتیازاتو پر ساتنه پکښې ټینګار شوی ،بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.
حقوق پوهان وایي، که د حکومت مامور په یو وخت کې پر څو چوکیو پاتي کیږي، دا کار غیرقانوني دی.
بلخوا د اداري فساد پر وړاندې مبارزه باندې د څارنې بنسټونه وایي، د حکومت له لوري دا ډول ګومارنې د روڼتیا او حساب ورکولو له اړخه منفي اغېز لري.
په دې خپرونه کې کوربه، نعمت روان پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې کړې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د مدني ټولنې فعال، مطیع الله مطیع
د حقوقي چارو شنونکی، عبدالسبحان مصباح
د سیاسي چارو شنونکی، جمال ناصر اصولي
د سیاسي چارو شنونکی، حکمت الله حکمت