تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د اساسي قانون د تصویب ۱۶کال
د اساسي قانون د تصویب د شپاړسو کلونو په پوره کېدو د طلوع نیوز موندنو ښودلې چې د ۳۳ مادو ۴۰ بندونه یې تر اوسه پورې هیڅ عملي شوي نه دي.
د اساسي قانون له مادو څخه سرغړونې بل درد سر دی چې خلک او حقوق پوهان ورسره مخ دي او د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم په دې اړه ستونزې مني.
که څه هم د اساسي قانون تعدیل، بدلون او یا لغوه کېدل د سولې په خبرو کې هم یو احتمالي بحث دی خو د ولسمشر دویم مرستیال وايي، دغه کار به د طالبانو په غوښتنه ترسره نه شي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ولسي جرګې غړی، خالد اسد
د حقوقي چارو شنونکی، خالد نور
په اساسي قانون د څار کمېسیون د قانون د مطالعې رئيس، هارون ستانکزی