تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د سولې بهیر او د اوربند په اړه بحث
په قطر کې د طالبانو او امریکا د استازو ترمنځ خبرې د یوي ورځي لپاره ځنډېدلې دي
له دغو خبرو با خبره سرچینې وایي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د دواړو لوریو نظرونه سره نږدې شوي او د خبرو دغه پړاو له بندونه وتلی دی.
خلیلزاد نن د یوې ورځني ځنډ وروسته هند تللی دی ، تر ځو له هندي چارواکو سره د افغان سولي په اړه خبري وکړې .
خو له دې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد ویلي وو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د تروریستي فعالیتونو د مخنیوي ضمانت، د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل او اوربند له یوبل سره تړلې
مسلې دي او تر هغو چې د دغو ټولو موضوعاتو په اړه هوکړه ونشي، په یوې موضوع به هم وروستۍ پرېکړه و نه شي.