تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د سولې بهیر په تړاود داوودزي خبرې
د محمد اشرف غني ټاکنیزې ډلې د دفتر مسوول محمد عمر داوودزی ویلي، هېواد کې د سولې په بهیر اجماع لپاره، یوې لویې جرګې او دغه راز د روغې جوړې د مشرتابه شورا رامنځته کولو ته اړتیا ده.
داوودزی ویلي، دا لویه جرګه باید د راتلونکي ولسمشر د لوړې مراسمو څخه وروسته راوبلل سي.
بل لور ځینې ګوندونه او سیاسي ډلې وایي، حکومت دې طالبانو سره د سولې خبرو د مرکچي پلاوي مشري نه کوي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ولسمشر سلاکار، نبي مصداق
سیاسي فعال، ولی الله شاهین
د سیاسي چارو کارپوهه، عادله بهرام