تودی خبری
له طلوع نیور څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د سولې خبرو په درشل کې د طالبانو برید
قطر کې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو د استازو ترمنځ د خبرو په پنځمه ورځ، طالبانو د بګرام هوايي اډې ته څېرمه چې تر ډېره په کې امریکايي سرتېرې مېشت دي، برید وکړ.
برید چهارشنبې(د لیندۍ په ۲۰مه نېټه) په داسې حال کې پیل شو چې بریدګرو دوو موټر بمونوته چاودنه ورکړه او وروسته یوه غیرفعال روغتون ته د ننه شول. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې برید کې اووه بریدګر ښکېل وو.
طالبانو له بریده کابو لس ساعته وروسته د اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دغه برید د دوی کار وو او موخه یې امریکايي ځواکونه وو.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د سیاسي چارو کارپوهان، جمال ناصر اصولي، فضل الرحمن اوریا او د سیاسي چارو څېړونکی، شهزاده مسعود
په دې اړه مو اندونه