تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د سولې لپاره د خلیلزاد تازه هڅې
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو وار بیا د سفر موزې په پښو کړې دي او له بروکسل او پاریس وروسته به نېغ په نېغه مسکو ته ولاړ شي.
خلیلزاد د ناټو له سرمنشي سره کتلي، د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له استازو سره به هم ویني او د افغانستان لپاره به د چین او روسیې له ځانګړو استازو سره هم سلا مشوره کوي چې څرنګه د سولې په ټپه درېدلي مذاکرات بېرته ګړندي کېدلای شي؟
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ولسي جرګې پخوانی غړی، داوود کلکاني
د نړیوالو چارو شنونکی، محب الله شریف
او د سیاسي- نظامي چارو شنونکی، عزیز ستانکزی