تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د طالبانو بندیانو خوشې کېدو کې ځنډ
د افغان حکومت له زندانونو د طالب بندیانو د ازادېدو د څرنګوالي په اړه مخالفتونه، د دې لامل شو چې د ولسمشر د ژمنې او فرمان پر بنسټ د دغو بندیانو د ازادېدو بهیر نن (شنبې د کب په ۲۴مه) پيل نه شي.
د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د ولسمشر غني د فرمان له مخې ټاکل شوې وه د هغو د خوشې کولو بهیر په څو پړاونو کې ترسره شي؛ خو طالبانو ته نږدې سرچینې وايي د افغان حکومت له لوري د طالب بندیانو د خوشې کولو د څرنګوالي پروګرام دغه بهیر له ننګونو سره مخ کړی او ښايي د افغانانو تر منځ خبرو ته زیان ورسېږي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د سیاسي چارو شنونکي، حمیدالله هوتک، فضل الرحمن اوریا او علی رضا محمودي