تودی خبری
له طلوع نیور څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د ولسمشرۍ ماڼۍ عملیاتي اداره څه ډول رامنځته شوه؟
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې اداره چې په سلګونه پروژې په لاس کې لري؛ ولې او څه ډول رامنځته شوه؟
د طلوع نیوز موندنې ښيي چې د دغې ادارې اوسنی رییس وافي امین، د هغې له رامنځته کېدو مخکې، دننه په ارګ کې يځنې پروژې تر کار لاندې لرلې او له هغې وروسته هم، ولسمشر غني هغه ته د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې پروژه ورکړه.
له دغو دوه پروژو وروسته، ولسمشر عملیاتي اداره جوړه کړه او وافي امین یې د هغه په ریاست وګوماره.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ولسي جرګې غړی، ابرار الله مراد
د افغانستان پر روڼتیا د څار سازمان مشر، سید اکرام افضلي
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتي ادارې ویاند، حجت الله مجددي
په دې اړه مو اندونه