تودی خبری
له TOLOnews څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د ټول شموله پلاوی پر جوړېدو د خلیلزاد ټینګار
کابل کې د امریکا له سفارت خپره شوې خبرپاڼه وایي، خلیلزاد له ولسمشر غني سره د سولې بهیر لپاره د حل لارې چټکوالي برخه کې او د تاوتریخوالي د نه ختمېدو په صورت کې له افغان ځواکونو د ملاتړ برخه کې ګټورې لیدنې درلودې.
خبرپاڼه وایي، خلیلزاد له ولسمشر غني او سیاسي مشرانو سره پر دې هم خبرې کړي چې د قطر راتلونکې غونډې لپاره دې یو ټول ګډونه مرکچي پلاوي جوړ شي.
خبرپاڼه وایي، خلیلزاد تېر ماښام له کابله ولاړ.
مېلمانه :
د مشرانو جرګې غړی ډاکتر زلمی زابلی
د سیاسي چارو شنونکی محمد یونس فکور
د حذب اسلامي غړی قریب الرحمن سادات