تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: قطر کې د طالبانو او امریکې ترمنځ د خبرو دوام
د سولې له خبرو خبرې سرچینې وايي چې امریکا او طالبانو په قطر کې د تېرو دوه ورځو په لړ کې نه دي توانېدي چې د تاوتریخوالي کموالي، اوربند او د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پيل په اړه هوکړې ته ورسېږي.
له دغو خبرو یوه خبره سرچینه وايي چې طالبان د اوربند اعلان لا هم له وخت مخکې بولي او یوازې منلې یې ده که چېرې له امریکا سره هوکړه لیک لاسلیک شي، طالبان به د امریکايي ځواکونو پوځي اډ په لس کیلومټرۍ کې عملیات ونه کړي.
په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ دا خبرې له درې ورځو راهیسې روانې دي.
مېلمانه:
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث کړی دی.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار، عزیزالله فضلي
د ولسي جرګې غړی، سید احمد سېلاب
د سیاسي چارو کارپوه، قریب الرحمان شهاب