تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: له مرکچي پلاوي سره د ولسمشر غني لیدنه
د طالب بندیانو د خلاصون بهیر له بیا پیل سره هم مهاله، ولسمشر اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله چهارشنبې (د وږي په ۱۲مه) د افغانستان اسلامي جمهوريت له مرکچي پلاوي سره ولیدل او له طالبانو سره د سولې مذاکرې په هکله خبرې اترې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر غني مرکچي پلاوي ته په خطاب کې وویل:"د یوې ملي ډلې په توګه، تاسې د افغانستان د دولت او خلکو پياوړی ملاتړ له ځان سره لرئ."
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د سیاسي چارو کارپوه، سید قریب الله سادات
د ولسي جرګې غړی، عبدالرووف شپون
د پکتیکا پخوانی والي، الیاس وحدت