تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: کابل ته د زلمي خلیلزاد سفر
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد د ملي یوالي حکومت له مشرانو سره ولېدل.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني سره په کتنه کې ویلي، تر اوسه له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګونه نه دي شوي او په تمه دی چې طالبان د اوربند او یا د تاوتریخوالي د کموېدو په اړه د یوې عملي تګلارې له مخې ځواب ورکړي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د مشرانو جرګې پخوانی غړی، داود اساس
د ولسمشر لومړي معاونیت ویاند، احسان نيرو
د سیاسي چارو کارپوه، سید قریب سادات