Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ژمنو د نه عملي کېدو اصلي لامل د غني او عبدالله ترمنځ اختلافونه

د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړې پر عملي کېدو د څار کمېسیون رئیس د ولسمشر او اجراییه رئیس اختلافونه د هوکړې د نه عملي کېدو اصلي عوامل ګني.

نوموړی وايي چې په حکومت کې یو شمېر کړۍ هم د ژمنو د عملي کېدو مخه نیسي.

د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د اپوزېسیون د مشر ټاکل د دې هوکړې له ژمنو شمېرل کېږي خو دغه کار نه دي شوي.

د سیاسي هوکړه لیک پر پلي کېدو د څار کمېسیون رئیس محمد ناطقي وايي:«د حکومت د دوه ډلو په منځ کې د لیدلوري توپير دی او اختلافونه دي؛ځکه چې حکومت یو ائتلافي او مشارکتي حکومت دی او له دو ډلو څخه رامنځته شوی دی.د نظر اختلاف او توپیر دی چې مسایل یې ځنډولي دي؛لکه د ټاکنیزو اصلاحات کمېسیون چې پنځه میاشتې وځنډول شو.»

د ملي یووالي حکومت په هوکړه لیک کې راغلي دي چې د اپوزېسیون مشر به د دویمې ډلې یعنې د سپیدار ماڼې لخوا معرفي شي او د ولسمشر په یوه فرمان سره به خپل کار پیل کړي، د دغه اپوزېسیون صلاحیتونه او کاري چوکاټ هم د ولسمشر د فرمان له مخې څرګندېږي.

د متحد ملي مترقي افغانستان ګوند رئیس داؤود راوش څرګنده کړه:«که‎چېرې په سیاسي ټوکې سره ووایو کولای شو ووایو چې په خپله ملي یووالی حکومت پو اپوزېسیون دی؛د خلکو اپوزېسیون. خلک د بدلون تمه لري؛خلک د سیاست بشپړتیا غواړي؛خلک د بندون ماتېدل غواړي؛خلک نه غواړي چې سیاست،تفکر،اقتصاد،ټولنه ټول او ټول په بندون کې وي.»

د ملي یووالي حکومت ته د سپارل شویو ژمنو نه عملي کېدل، د دغو مشرانو په اړه ناخوښۍ ډېرې کړي دي.

د ولسي جرګې غړي غلام حسین ناصري په دې اړه زیاته کړه:«د حکومت له خوا دغه ځنډ،قصدي ځنډ دی.داسې نه وه چې دوی اړ وو او دغه کارونه دې نه وي شوي؛د دغه حکومت مشرانو هغو مسؤولیتونو ژمنو ته چې د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې سره یې کړي دي،باید عمل کړی وای چې عمل یې ونه کړ.»

د سیاسي هوکړې پر بنسټ اجرائیه رئیس باید داسې کس معرفي او ولسمشر باید په دې اړه فرمان صادر کړي. ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست په دې اړه څه نه وايي.

د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړې پر عملي کېدو د څار کمېسیون رئیس د ولسمشر او اجراییه رئیس اختلافون

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه