Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي یووالي حکومت مشرانو د خپلو ژمنو عملي کېدو ته لېواله نه دي

د ملي یووالي حکومت له عمر څخه د دوه کلونو په تېرېدو سره،د دغه حکومت د مشرانو د ځینو ژمنو د نه عملي کېدو سر بېره لیدل کېږي چې د ملي یووالي حکومت کابینه تراوسه بشپړه شوې نه ده.

د کانونو وزارت په څو وروستیو میاشت کې وزیر نه‎لري او کار یې د سرپرست له خوا اداره کېږي.

د شمېرو له مخې د افغانستان ۷۰ لګښت د نړیوالې ټولنې مرستو پورې تړلی دی. د کانونو په برخه کې پانګونه د هېواد ځان بساینې ته رسېدو لپاره یوازینۍ لاره بلل کېږي.

د کانونو وزارت ویاند محی الدین نوري وايي:«۳۰ سلنه موږ تېر کال بدلون راوست،او ۳۰ سلنه هم سږ کال په پام کې لرو ترڅو د تېرو کلونو دغه جوړښت چې له ۳۰-۴۰ کلونو راهیسې یې شتون درلود کرا کرا بدلون ورکړو.»

په دې لړ کې د ملي یووالي حکومت مشران نیوکه کوي چې د حکومت له عمره د دوه کلونو په تېرېدو د کانونو په برخه کې پانګونې ته چندان پاملرنه نه ده شوې.

اقتصاد پوه سید مسعود څرګنده کړه:«د دې سربېره چې یوه ډېره مهمه برخه ده چې د هېواد د اقتصاد ثبات رامنځته کوي په یوې سترې چوپتیا کې داخله شوې او په دې اړه ډېرې پوښتنې هم شتون لري.»

له دې سره سره د هېواد د کانونو یوه برخه په غیر قانوني توګه رایستل کېږي او آن ځینې ګانونه د غیر مسؤولو وسله والو مخالفانو او مافیا په واک کې دي او له دغو کانونو د جګړو لګښت ترلاسه کوي.

سناټور نثار حارث روښانه کړه:«د سرپرستۍ موضوع ته باید د پای ټکی کېږدي د غوره کسانو له وړتیا او توانايي څخه استفاده وکړي.»

د بروکسل په غونډه کې د ملي یووالي حکومت د مشرانو د ګډون یو لامل د ښې حکومتوالۍ په برخه کې ځواب ویل دي ، دلته په کابل کې ډېری کسان په دې باور دي چې حکومت د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلی دی.

د ملي یووالي حکومت له عمر څخه د دوه کلونو په تېرېدو سره،د دغه حکومت د مشرانو د ځینو ژمنو د نه عملي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه