Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عربستان د هستوي ځواک پراختیا په هڅه کې دی

د هستوي نړیوال اژانس رییس، رافائل ګروسي وايي چې سعودي عربستان غواړي د سوله ییزو موخو لپاره خپل هستوي ځواک پراخ کړي.

ګروسي د سعودي عربستان لخوا چې د ایران سیمه ییز سیال هېواد دی، د دغه ځواک پرختیا د اندېښنې وړ نه بولي، خو وايي د دغه هېواد پر هستوي فعالیت به څار زیات کړي.

ګروسي څرګندوي چې ایران هم اجازه ورکړې، څو د هستوي نړیوال اژانس څېړونکي د دغه هېواد له هستوي مرکزونو لیدنه وکړي.

دی وايي:«سعودي عربستان د سوله ییزو موخو لپاره د هستوي فعالیت پراخیتا ته لیواله دی. روښانه ده چې کله دوی خپل فعالیت زیات کړي، او هستوي توکي عربستان ته ویسي، باید یو حفاظتي ځواکمن نظام باید ولرو. هېڅ څه د دغه کار مخه نشي نیوی.»

سعودي عربستان وايي چې د دغه هېواد ولیعهد، محمد بن سلمان د پراختیايي طرحو له مخې، دغه هېواد پر تیلو خپله تکیه راکموي.

سعودي عربستان وايي، هڅه یې ده چې په تیلو تکیه راکمه کړي او له همدې کبله د هستوي انرژۍ په لټه کې دی

شریک یي کړئ