Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کرونا ویروس د هند د پارلمان د غړو اخته کېدل

دهند دولتي چارواکي وايي چې د دغه هېواد ۱۷ د پارلمان غړي په کرونا ویروس اخته شوي چې ۱۲ یې د حاکم ګوند بهارتیا جاناتا ګوند غړي دي.

دغه چارواکو تېره ورځ(سې شنبې د وږي په ۲۵مه نېټه) ویلي دي چې دغه هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له پنځو میلیونو هم اوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وروسته له شپږو میاشتو د هند پارلمان بیا پرانیستل شو او ټول غړي یې وازمویل شول.

د پارلمان غړې، میناکشي چې په کرونا ویروس اخته ده، ویلي یې دي چې حالت یې ښه دی.

هغې زیاته کړې:«له ازموینې وروسته تایید شوې ده چې د کرونا ویروس لرم، اوس مې روغتیايي حالت او روحیه ښه ده.»

د هند روغتیا وزیر، هرش وردان ویلي دي چې د پارلمان غړو ته باید پوهاوی ورکړل شي او زیاته کړې یې ده چې دولت د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره خپلې هڅې کوي.

هغه همداراز وویل چې هند کې د کرونا ویروس شمېر مخ په زیاتېدو دی.

شریک یي کړئ