د ملګرو ملتونو لوی منشي، انتونیو ګوترش یو ځل بیا کرونا ویروس یو نړۍوال ګواښ په ګوته کړ او د مبارزې لپاره یې د تولې نړۍ پر یو موټي کېدو ټینګار وکړ.
هغه وايي، په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده چې، په جنګ ځپلو او بحراني هېوادونو کې اوربند اعلان شي او د کرونا ویروس پر وړاندې پر مبارزې تمرکز وشي.
هغه څرګنده کړه:«نن له افغانستانه تر سوډانه، د سولې پر لوري جدي او هیله بښوونکي هڅې ګورو. په سوریې، لېبیا، اوکراین او نورو ځایونو کې اوربند او یا هم د جګړې درېدل کولی شي، د ډيپلوماسۍ فضا رامنځته کړي.»
د ملګرو ملتونو لوی منشي زیاتوي، هر کله چې د کرونا ویروس واکسین جوړ شي؛ نو باید د نړۍ د ټولو هېوادونو په واک کې ورکړ شي.
انتونیو ګوترش زیاتوي:«نړۍ یوه عطف ټکي ته نږدې شوې ده. تر اوسه د کرونا ویروس له امله یو میلیون کسان مړه شوي دي. له دې سره سم، د ویروس خپرېدل لا هم د یوې ننګونې په توګه پر ځای پاتې ده.»
د ویلو ده چې، د کرونا ویروس له خپرېدو لا یو کال نه تېرېږي، خو تر اوسه له امله یې په ټوله نړۍ کې نږدې یو میلیون کسان مړه شوي او لا هم نږدې ۳ میلیونه نور پرې اخته دي.