امریکا متحده ایالاتو پر کابو ۲۰ ایراني چارواکو تازه بندیزونه ولګول.
یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې دغه چارواکي د ایران له هستوي او توغندیز پروګرام سره تړاو لري.
تېره یوه اوونۍ کې امریکا پر ایران د بندیزونو بیا لګولو په ځانګړې توګه د وسلو په برخه کې اقدام کړی دی، خو ایراني چارواکو ګواښ کړی چې د بندیزونو بیا لګولو سره به واشنګټن د تهران له سخت ځواب سره مخامخ شي.
له لویدیځ سره د ایران د هستوي هوکړې نورو غړو او د امنیت شورا غړو د بندیزونو له بیا لګولو ملاتړ نه دی کړی.
د ایران ولسمشر، حسن روحاني ویلي دي:«امریکا متحده ایالات منځني ختیځ کې ایران د نا ارامیو مسوول بولي، او وايي چې دغه بندیزونه به لامل شي چې ایران له روسیې او چین نه د وسلو اخیستو مخنیوی وکړي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو وايي چې"ایران نړۍ کې د ترهګرۍ تر ټولو لوی ملاتړی دی."
ایران د بندیزونو لګولو مخنیوي کې د المان، بریټانیا او فرانسې ونډه مهمه بولي، او زیاتوي چې دغه هېوادنه په یادې برخې کې کار نه دی کړی.