د امریکا متحده ایالاتو د شنبې په ورځ (د تلې په ۵مه) اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د کورونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۲۰۳ زره او ۱۸۰تنو ته رسېدلی دی.
دغه هېواد همدارنګه په یوه شپه او ورځ کې د ۵۰ زره او ۵۸۴ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړی دی. چې د دغو پېښو له ثبت سره، د کووېډ نولس ناروغانو ټولیز شمېر کابو ۷ مېلیونو او ۹ زره او ۲۱۶ تنو ته ورسېد.
په دغه هېواد کې په یوه شپه او ورځ کې د کووېډ نولس۸۵۱ ناروغان مړه شوي دي.
ورته مهال د برازیل د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ د ۲۸ زره او ۳۷۸ مثبتو پېښو له ثبتېدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت زیاته کړې چې په یوې شپه او ورځ کې د کووېډ نولس ۸۶۹ ناروغان مړه شوي دي.
په دغه هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر څه باندې ۴ مېلیونه او ۷۰۰ زرو ته رسېدلی دی.
په دغه هېواد کې تراوسه د کوونډ نولس څه باندې ۱۴۱ زره تنه ناروغان مړه شوي دي.
په ټوله نړۍ کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر هم څه باندې ۳۲ مېلیونه او ۸۸۴ زرو ته رسېدلی دی.