Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۴۰ مېلیونو واوښت

رویټرز خبري اژانس دوشنبې(د تلې په ۲۸مه نېټه) راپور ورکړی چې نړی کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۴۰ میلیونو اوښتی دی.

د دغه راپور له مخې تېره یوه شپه ورځ کې نړۍ کې د کرونا ویروس ۳۴۷ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

راپور کې راغلي دي چې یوازې تېرو ۳۲ ورځو کې د اخته کسانو شمېر له ۳۰ میلیونو ۴۰ ته زیات شوی دی.

د کرونا ویروس لومړنۍ مثبتې پېښې د روان زیږدیز کال په جنوري میاشت کې د چین په ووهان ښار کې ثبت شوې.

روانې اوونۍ پیل کې نړۍ کې د یوې شپې ورځې په موده کې کابو د کرونا ویروس۴۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې مخینه یې نه درلوده.

امریکا، هند او برازیل نړۍ کې درې هېوادونه دي چې په کرونا ویروس ډېراخته کسان لري.

تر اوسه نړۍ کې له ۱ میلیون او ۱۱۸ زرو ډېر کسان د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

تېره یوه شپه ورځ کې نړۍ کې د کرونا ویروس ۳۴۷ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي

شریک یي کړئ