Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جوبایډن او ډونلډ ټرمپ ترمنځ وروستۍ ټاکنیزه مناظره

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او دموکرات سیال یې جوبایډن د امریکا د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ مناظره، په کم شخړیزې فضا کې پر یو بل نیوکې وکړې.

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو ترسراوي ته دولس ورځې پاتې دي، دواړه نوماندان هڅه کوي چې د ډېرو رایه ورکوونکو اعتماد ترلاسه کړي.

په نننۍ مناظره کې، له کورونا ویروس سره مبارزه، توکم پالنه، ملي امنیت، د اقلیم بدلون او کډوالي له مهمو مسایلو وو چې پرې بحث وشو.

لکه څرنګه چې تمه کېده، د دواړو نوماندانو اصلی شخړه له کورونا ویروس سره د مبارزې پرسر وه.

د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډموکراټيک ګوند نوماند جوبایډن وايي:«۲۲۰ زره امریکایان مړه شول. که چېرې نورې خبرې مې نه اورئ، دا واورئ: هر څوک چې مسوولیت نه مني او هر هغه څوک چې د دغو ټولو مړینو مسوول دی، باید د امریکا رییس جمهور نه وي.»

خو د امریکا ولسمشر د کورونا ویروس د خپرېدو پر لومړنیو میاشتو کې له چین سره د ټولو پولو تړل خپله لاسته راوړنه ګڼي، د بارک اوباما ټوله ولسمشریزه دوره او د هغه د مرستیال جوبایډن ټولې کړنې د منلو نه ګڼي.

د امریکا ولسمشر او د دغه هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوریت غوښتونکي ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ وویل:«زه په دې علت په ټاکنو کې نوماند شوم چې بارک اوباما او تا خپله دنده په سمه توګه ترسره نه کړه. که چېرې فکر مې کاوه چې تاسو سم کار کړی دی، هېڅکله نه نوماند کېدم.» 

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو په داسې حال کې خپله وروستۍ ټاکنیزه مناظره ترسره کړه چې ایران، روسیه او چین د امریکا په ټاکنو کې پر لاسوهنې تورن شوي دي؛ خو دغه هېوادونه دغه تورونه نه مني.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې به د نوامبر پر درېیمې (د لړم په ۱۳مې نېټې) ترسره شي.

شریک یي کړئ