Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوډان او اسرائیل د اړیکو له عادي کېدو سره مخالفتونه

د فلسطینیانو ترڅنګ، د سوډان ځينې اوسېدونکي هم له اسرایل سره د سوډان د اړیکو له عادي کېدو سره مخالف دي.

سوډان درېیم عربي هېواد دی چې له اسرائیل سره د خپلو اړیکو د عادي کولو لپاره هوکړه کوي.

امریکا متحده ایالاتو چې دا کار یې ستایلی، غواړي چې د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له نوملړ څخه بهر کړي او سوډان دا یوه ستره لاسته راوړنه ګڼي.

خو د فلسطینیانو له لید لوري، له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کول اسلام او د فسلطین مسلې ته خیانت دی.

ځينې سوډانیان وايي چې له اسرائیل سره د اړیکو عادي کول او د ترهګرو ملاتړو هېوادونو له نوملړ څخه د سوډان د نوم له لرې کولو سره به د اقتصادي ودې شاهد وي؛ خو فلسطینیان دا یو خیانت ګڼي.

د حماس غورځنګ ویاند حازم قاسم وايي:«دا هوکړه د فلسطین مسلې او خلکو ته زیان رسوي او ښکېلاک ګر اسرائیل ته د دې جرات ورکوي چې ډېر جرمونه ترسره کړي او زموږ حقوق تر پښو لاندې کړي. دا هوکړه د سوډان او په سیمه کې د عربي هېوادونو د ملي ګټو په زیان دي.»

د سوډان اوسېدونکی اشرف عبدالغزیز هم وویل:«که چېرې له اسرائیل سره خپلې اړیکې عادي کړو، له اسرائیل باید موږ ته ګټه ورسېږي؛ مثلاً د کرونګرۍ په برخه کې، ځکه چې اسرائیل په ټکنالوژۍ کې مخکې دی.»

د اسرائیل او سوډان د اړیکو د عادي کولو هوکړې خبر په چټکتیاسره په ټوله نړۍ کې خپور شوی دی.

امریکا چې د دغه کار ملاتړی دی وايي چې دا کار ناشونی برېښي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي:«اسرائیل او د سوډان جمهوري هوکړه کړې ده چې سوله وکړي. دا کار د کلونو لپاره ناشونې برېښي. خو سوډان درېیم هېواد دی چې له اسرائیل سره خپلې اړیکې عادي کوي او ډېر نور هېوادونه به هم دا کار وکړي.»

له دې مخکې متحده عربي امارتو او بحرین هم له اسرائیلو سره خپلې اړیکې عادې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه