Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا: پر ایران له بندیزونو لګولو پرته بله لار نشته

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار، رابرټ اوبراین وايي چې پر ایران د تازه بندیزونو د عمال پرته بله لاره  نشته.

هغه د امریکا ټاکنو کې د روسیې او ایران مداخلې په تړاو پوښتنې په ځواب کې وايي چې اوس مهال دا هېوادونه دومره تحریم شوي چې نور ډېر کار نه دی پاتې.

دا په داسې حال کې ده چې ایران، روسیه او چین د امریکا په ټاکنو کې پر لاسوهنې تورن شوي دي؛ خو دغه هېوادونه دغه تورونه نه مني.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې به د نوامبر پر درېیمې (د لړم په ۱۳مې نېټې) ترسره شي.

همداراز ایران د امریکا بندیزونو سره سره په دې وروستیو کې ویلي دي چې د ځان دفاع لپاره پر ځان بسیا دی او د وسلو اخیستو ته اړتیا نلري.

د امریکا خبرداریو سره چې وايي د ملګرو ملتونو تسلیحاتي بندیزونو سره سره ایران د وسلو اخیستو په هڅه کې دي، خو تهران بیا وايي چې د وسلو له لوري پر ځان بسیا دی او د نورو اخیستو لپاره اړتیا نلري.

 په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې هر حقیقي یا حقوقي شخص چې له ایران سره د وسلو سوداګري وکړي، د واشنګټن لخوا به تحریم شي.

که څه هم دا بندیزونه له لویدیځ سره د ایران د هستوي هوکړې له مخې لیري شوي دي، خو واشنګټن په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې له دې هوکړې ووتو.

ځینې نړیوال سازمانونه وايي چې ایران د بندیزونو سره سره توانېدلی دی چې وسلې تولید کړي.

شریک یي کړئ