Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ویتنام کې توفانونو د ۱۳ کسان مړه کړي او لسګونه نور ورک دي

د ویتنام حکومت اعلان کړی دی چې د سختو توفانونو له کبله دغه هېواد کې ۱۳ تنه مړه شوي او لسګونه نور لا تري تم دي.

ویل کیږي چې دا په سیمه تېرو لس ییزو کې ځواکمن توفان دی.

د "قیانګ نام" یوې لیري پرتې مرکزي سیمه کې د ځمکې ښوېدو له کبله کابو ۴۰ تنه ورک شوي دي.

د ویتنام یوه حکومتي چارواکي ويلي دي:«موږ کولی شو چې د توفان او یا د باران لارې وړاندوینه وکړو، خو نشو کولی چې د ځمکې ښوېدو وړاندوینه وکړو.»

ویتنامي چارواکي همداراز زیاتوي چې د توفانونو پایله کې د میلیونونو کسانو برېښنا پرې شوې ده او له ۵۶ زرو ډېر کورونه وران شوي دي.

ویتنام کې د روانې زیږدیزې میاشتې اوکتوبر په لومړیو کې سخت بارونونه پیل شول چې له کبله یې له یو میلیون زیاتو کسانو زیان ولید.

ویتنام کې د توفانونو پایله کې د میلیونونو کسانو برېښنا پرې شوې ده او له ۵۶ زرو ډېر کورونه وران شوي دي

شریک یي کړئ