Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جوبایډن د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو بریا درشل کې

د امریکا متحده ایالاتو د ټاکنو نوماند او سیال یې ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د ټاکنو د بریال په ترشل کې دي.

د امریکا د ټاکنیز کالج رایې ښیې چې جوبایډن د بریا له رایو یوازې شپږ  هغه کمې لري.

په داسې حال کې چې د امریکا د ټاکنو بریا لپاره د ټاکنیزو کالج ۲۷۰ رایې اړینې دي.

تر اوسه جوبایډن  توانیدلی چې د امریکا د ټاکنیز کالج ۲۶۴ رایې خپلې کړې، خو د ټرمپ رایې ۲۱۴ دي.

له بلې خوا د ټرمپ ټاکنیزې ډلې خبر داری ورکړی دی چې په پنسلوانیا، جورجیا او مشیګن ایالاتونو کې به د رایو ابطال او د شېمرلو بهیر درولو په تړاو شکایت وکړي.

د شکایت څېړنه به د ورځو او ان اوونیو لپاره د امریکا د ټاکنو د رسمي پایلو د اعلان د ځنډ لامل شي.

د دواړو نوماندانو لخوا د بریا ادعا

همداراز د امریکا په ۵۲ ایالتونو کې د رایې ورکړې بهیر له پایته رسېدو سره سم، د رایې شمېرنې بهیر هم دوام لري.

بایډن وايي:«‎موږ ډاډه یو چې، په دې ټاکنو کې د بریا پر لور روان یو. موږ پر دې پوه وو چې، د ژر رایې ورکړې له امله به د دغو رایو شمېرنه لږ وخت ونیسي.»

خو ټرمپ بیا له دې څو ساعته وروسته د خپلو پلویانو په منځ  کې راښکاره شو او د بریا ادعا یې وکړه.

هغه زیاته کړې:«‎اوس زموږ موخه د دغه ملت د مصلحت لپاره له یووالي ډاډ ترلاسه کول دي. دا یوه لویه پېښه ده. دا زموږ په هېواد کې یوه لویه درغلي ده. موږ غواړو له قانونه په ښه توګه استفاده وشي؛ نو موږ به سترې محکمې ته ولاړ شو. موږ غواړو د رایې بهیر ودرول شي.»

د امریکا د څلور کاله مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې ډېر ژر روښانه شوې، خو د روان کال په ټاکنو کې ښايي دغه پایلې له یوې تر څو اونیو پورې وخت ونیسي چې اعلانې شي.

جوبایډن  توانیدلی چې د امریکا د ټاکنیز کالج ۲۶۴ رایې خپلې کړې، خو د ټرمپ رایې ۲۱۴ دي

شریک یي کړئ