د جان هاپکنز پوهنتون راپور ورکړی چې امریکا متحده ایالاتو کې تر چهارشنبې(د لیندۍ ۵مې) نېټې پورې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۱۲ میلیونو او ۵۰۰ زرو او اوښتی دی.
د شمېرو له مخې اوسمهال د مثبتو پېښو شمېر دغه هېواد کې ۱۲ میلیونهو ۵۹۷ زره او ۳۳۰ ته رسېدلی دی.
د یاد پوهنتون د مالوماتو له مخې تر اوسه دغه هېواد کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۲۵۹ زره او ۹۶۲ تنه مړه شوي هم دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې یوازې تېرو شپږ ورځو کې کابو یو میلیون مثبتې پېښې امریکا کې ثبت شوې دي.
نړۍ کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۵۹ میلیونه او ۸۲۷ زرو اوښتی دی. همداراز د قربیانانو شمېر هم څه باندې یو میلیون ۴ سوه زرو ته رسېدلی دی.