Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۶۰ میلیونو واوښت

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د نړۍ په کچه د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۶۰ میلیونو اوښتی دی.

د راپور له مخې امریکا متحده ایالات چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له اړخه د نړۍ په کچه لومړۍ ځای لري، په کې پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې یوې اوونۍ په کمه موده کې امریکا متحده ایالاتو کې له یو میلیون ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

تر اوسه دغه هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۱۲ میلیونو او ۷۶۹ زرو اوښتی دی.

همداراز امریکا کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله له ۲۶۲ زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

امریکايي چارواکو له خلکو غوښتنه کړې چې روغتیايي تابیاوې په پام کې ونیسي او په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د امریکا روغتیايي چارواکو خبر داری ورکړی و چې د شکرانې اختر پرمهال دې خلک سفرونه، نه کوي، خو سره له دې هم کابو درې میلیونه امریکایانو د هوايي ډګرونو له لارو تګ راتګ کړی دی.

رویټرز راپور ورکړی چې تېرو ۱۷ ورځو کې د نړۍ په کچه د کرونا ویروس له ۱۷ میلیون زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

هره اوونۍ نړۍ کې د کرونا ویروس کابو ۵۸۰ زره پېښې نړۍ کې ثبتیږي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې یوې اوونۍ په کمه موده کې امریکا متحده ایالاتو کې له یو میلیون ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي

شریک یي کړئ