د پاکستان حکومت مخالفتونو سره سره، سیاسي او مذهبي ګوندونو د دغه حکومت ضد لویه غونډه وکړه.
ګوندونو د عمران خان حکومت د اقتصادي ژمنو عملي کولو کې په ناسمې حکومتولۍ او ناتوانۍ تورن کړ او د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
خو د پاکستان لومړی وزیر، عمران خان د خپلو مخالفانو دا نیوکې نه مني.
د پاکستان د پخواني لومړي وزیرلور او د پاکستان د ډموکراسۍ اتحاد د مشرتابه غړې، مریم نواز عمران خان کوویډ۱۸ ویروس بللی او د هغې اشاره په ۲۰۱۸ زیږدیز کال د ده پریالیتوب ته ده.
هغې زیاته کړې:«اوس به د پاکستان خلک عمران خان منزوي کړي. دا مهمه ده چې مخکې کوویډ۱۹ ته له رسېدنې کووید۱۸ ته رسېدنه وکړو او هغه کورته واستوو.»
یوه ورځ مخکې د پاکستان حکومت د غونډې ترسره کول منع کړل او د ګوندونو سلګونه پلویان یې ونیول.
خو دغو کارونو د غونډې د ترسره کولو مخنیوی ونکړ.