Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران اټومي ساینسپوه د ترور په اړه د تهران او ریاض د شخړو شدت

د ایران تر ټولو مهم اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده له ترور وروسته، د تهران او ریاض ترمنځ شخړې زیاتې شوې دي.

دغه شخړې له هغې وروسته شدیدې شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پر خپل ټوېټر لیکلي چې د فخري زاده د ترور زمینه د اسرایل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په وروستۍ لیدنه کې برابره شوې ده.  

خو د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل جبیر دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې تهران هڅه کوي چې ریاض په ایران کې د هرې منفي پېښې په اړه ګرم وښيي.

ورته مهال د ایران د خلکو استازي د محسن فخري زاده د ترور په غبرګون کې، د دغه مجلس په تالار کې پر اسرایل او امریکا د مرګ شعارونه ورکړل.

بلخوا، د ایران د ولسي جرګې دا هم تایید کړه چې د ایران حکومت د خپلو اټومي وسلو د جوړولو لپاره د اړتیا وړ یورانیمو بډاینې ته اړ باسي.

که څه هم د جوبایډن له بریا سره د تهران او واشنګټن ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر شخړو کموالي ته هیلې زیاتې شوې دي، خو د جمعې په ورځ د محسن فخري زاده ترور د تهران او واشنګټن ترمنځ د شخړو احتمال راکم کړی دی.

د ایران د اټومي وسلو پوهاند محسن فخري زاده د جمعې په ورځ تهران ته نږدې ترور شو. ایران، اسرایل د دغه ترور عامل ګڼي.

شریک یي کړئ