Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ګوټرش: د نړۍ هېوادونه دې بیړنی اقلیمي حالت اعلان کړي

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو کوټرش د نړۍ له هېوادونو غواړي چې بیړنی اقلیمي حالت اعلان کړي.

هغه چې د نړۍ اقلیمي غونډه کې وینا کوله، ټينګار وکړ چې د اقلیمي بدلون د مخنیوي، د ځمکې د هوا د ډېرې ګرمېدو د مخنیوي لپاره د فعالیتونو زیاتوالي په پار بیړني حالت اعلان ته اړتیا ده.

هغه په دغې غونډه کې وویل:«ایا څوک کولای شي چې منکر شي چې موږ په یوه ځانګړي بیړني حالت کې یوو؟ له همدې امله نن زه په ټوله نړۍ کې له ټولو مشرانو غواړم تر هغې چې کاربن صفر ته ورسېږي، بیړنۍ حالت اعلان کړي.» 

هغه ټينګار وکړ چې نړۍ په سم مسیر نه دی روان چې د ځمکې د کرې تودوخه د سانتي ګراد تر ۲ یا ۱،۵ درجې محدوده کړي.

په دغې غونډه کې د څه باندې ۷۰ هېوادونو مشرانو وینا وکړه او له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره یې خپل سیاستونه شرحه کړل.

دغه غونډه د پاریس ۲۰۱۵ کال د هوکړه لیک په کلیزه کې جوړه شوه چې د هغه موخه له اقلیمي بدلونو سره د مبارزې لپاره د هېوادونو متحدول او د ګلخانه يي ګازونو او د ځمکې د تودوخې د کموالي لپاره د هڅو همغږي کول دي.

د رپوټونو پربنسټ، د ۲۰۱۹ کال نومبر میاشت کې اروپايي ټولنې دا ګام تعقیب کړ او ټولو ۲۷ هېوادونو بیړنی حالت یې اعلان کړ.

د سې شنبې ورځې غونډه په انلاین ډول او د ملګرو ملتونو سازمان، برېټاینا او فرانسې په کوربتوب جوړه شوې وه.

شریک یي کړئ