Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو په تړاو د ټرمپ ټلفوني خبرو افشا کېدل

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد جورجیا ایالت پر چارواکو فشار راوړی چې د ټاکنې پایلې د ده په ګټه بدلې کړې.

کابو یو ساعته غږ چې په کې د جورجیا ایالت د بهرنیو چارو وزیر، برد رفینسپرګر او نورو چارواکو سره د ټرمپ خبرې دي، له دغو چارواکو غواړي چې ورته رایې پیدا کړي.

دغه غږ چې د واشنګټن پُست لخوا خپور شوی دی، په کې اورېدل کیږي چې ټرمپ پرته له دې چې اسناد وړاندې کړي یاد ایالت کې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د پراخو درغلیو خبره کوي.

د ټرامپ د ټلفوني خبرو خپرېدل له بېلابېلو غبرګونو سره مخامخ شوي او د  امریکا متحده ایالاتو منتخب ولسمشر هغه له واکه ناوړه ګټنه بللې ده.

ټرمپ په دې خپاره شوي غږ کې وايي:«یوازې هغه کار چې غواړ ترسره یې کړئ دا دی، زه یوازې غواړم چې ۱۱ زره او ۷۸۰ رایې پیدا کړم چې له اوسنیو رایو مو یوازې یوه ډېره ده، ځکه دغه ایالت کې بریالی شوی دی.»

ټرمپ همداراز په وار وار پر دغو چارواکو فشار راوړي چې رایې بیا وشمېري، خو چارواکي ټينګار کوي چې په رایو کې یې د درغلیو کومه نښه نه ده پیدا کړې. همداراز ټرمپ دوی ته ګواښ کوي چې سیمه ییزو ټاکنو کې به خلک ورته رایه ورنکړي.

د ټرمپ غږ:«صادقانه اوایو چې باید ډېر چټک کار وکړئ، سبا باید وګورئ، ځکه چې موږ لویې ټاکنې مخکې لرو او د هغه کار له کبله چې له ولسمشر سره مو وکړ، خلک پوهیږي چې دا یوه درغلي ده، د هغه کار له کبله چې تاسې له ولسمشر سره وکړ، ټاکنو کې به ډېر خلک تاسې ته رایې درنکړي.»

سپینې ماڼۍ او د جورجیا ایالت د بهرنیو چارو وزارت د دغه غږ په تړاو څه نه دي ویلي.

خو د بایډن مرستیالې، کامالا هریس چې سنا کې یې خبرې کولې د ټرمپ پر دغه کار نیوکه کړې ده.

هغې ویلي دي:«ایا تاسې ټولو دا خبرې اورېدلي دي؟ دا غږ د ناهیلۍ دی او د امریکا ولسمشر لخوا په روښانه توګه له ځواکه ناوړه ګټنه ده.»

د امریکا د مشرانو جرګې غړي، جان اوسوف څرګنده کړې:«کله چې د ولسمشر د جورجیا چارواکو ته زنګ وهي او وېره وي یې چې د ټاکنو پایلې بدلې کړې، نو هڅه کوي چې د جورجیا توپوستي د رایې ورکړې له حقه محروم کړي چې بایډن او کامالا هریس ته یې رایه ورکړې، او دا پر دموکراسۍ مخامخ برید دی.»

د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د نومبر په درېیمه ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ د ګتو په شمېر ولسمشرانو وګنل شوو چې یوازې یو دور ولسمشر پاتې کیږي. هغه په ټاکنو کې د درغلیو ادعا وکړه، خو محکمې یې ادعا ونه منله او تمه کیږي چې تر راتلونکو پنځلسو ورځو پورې جوبایډن د امریکا د ۴۶ ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

د ټرامپ د ټلفوني خبرو خپرېدل له بېلابېلو غبرګونو سره مخامخ شوي او د  امریکا متحده ایالاتو منتخب ولسمشر هغه له واکه ناوړه ګټنه بللې ده

شریک یي کړئ