Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سعودي عربستان له قطر سره خپلې پولې پرانیزي

سعودي عربستان له قطر سره خپلې هوايي، ځمکنۍ او د سیند پولې پرانیستې دي.

د کویټ د بهرنیو چارو وزیر چې د عربستان او قطر ترمنځ یې د اختلافونو لیري کولو کې منځګړتوب کړی دی، وايي دواړه هېوادونه د پولو پرانیستو هوکړې ته رسېدلي دي.

یوه امریکايي چارواکي هم رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د عربستان او قطر تر منځ اختلافونه ليري کړی شوي دي.

عربستان، امارات، بحرین او مصر په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې قطر له ایران او ترهګرۍ ملاتړ په تور تحریم کړ.

خو ټاکل شوې ده چې ن ن د قطر امیر عربستان کې د خلیج شورا همکاریو ناسته کې ګډون وکړي.

کویټ امریکا متحده ایالاتو چې له قطر سره د عربستان، بحرین، اماراتو او غیرخلیجي هېواد مصر ترمنځ د  اختلافونو لپاره کار کاوو، وايي چې د دغو هېوادونو اړیکې به بیا ښې شي.

د کویټ د بهرنیو چارو وزیر، شیخ احمد ناصر الصباح وویل:«د کویټ امیر، شیخ نواف الاحمد د وړاندیز پراساس، هوکړه شوې چې د سعودي عربستان او قطر تر منځ د ځمکې او سیند پولې نن شپه پرانستل شي.»

په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې سعودي عربستان په قطر تور ولګاوه چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او له دغه هېواد سره یې اړیکې پرې کړې.

متحده عرب امارات، بحرین او مصر هم سعودي عربستان تعقیب کړل.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر، سلطان بن سعد المریخي ‎د ۲۰۱۷ زیږدیز کال سپټمبر میاشت کې ویلي و:«پر موږ د تحریم کوونکو هېوادونو تورنو په تړاو ناکام شوي دي ځکه چې له سلو ورځو تېرېدو سره دوی نه دي توانیدلي چې د ترهګرۍ ملاتړ کوم ثبتو پیدا کړي.»

سعودي عربستان له قطر سره د اړیکو د بیا پیل او د بندیزونو د پای ته رسولو لپاره دېرش شرطونه وضع کړي وو.

د الجزیرې خبري شبکې بندول، له ایران سره د اړیکو کمول، په قطر کې د ترکیې د پوځي اډې تړل او له اخوان المسلمین سره د اړیکو پای د لویو شرایطو څخه و، خو قطر نه دي منلي.

عربو اتحادیې ته د سعودي عربستان استازی، احمدالقحطان د ۲۰۱۷ زیږدیز کال په سټمبر کې څرګنده کړېوه:«قطر وايي چې د عربستان په خاطر له ایران سره همدردي لري. موږ د هېچا همدردۍ ته د  هیچي لپاره اړتیا نلرو. موږ د هغو کسانو د مقابلې توان لرو چې د عربستان په چارو کې لاوهنه کوي. ایران دې تاسې ته مبارک وي، خو ژر به ترې پېښېمانه شئ.»

د امریکا د ولسمشر زوم، جراد کوشنر او د کویټ حکومت د قطر او سعودي عربستان او نورو هېوادونو ترمنځ د لانجې د حل لپاره منځګړیتوب وکړ او بریالی ښکاري.

یوه امریکايي چارواکي هم رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د عربستان او قطر تر منځ اختلافونه ليري کړی شوي دي

شریک یي کړئ