Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین د کروناویروس د سرچیني په تړاو د څېړنې اجازه نه ده ورکړې

د نړیوال روغتیا سازمان مشر، ټډروس ادهانوم وايي له د دې لپاره چې چین تر دې دمه د نړیوال کارپوهانو یوې ډلې ته د کرونا ویروس د سرچینې څېړنې لپاره اجازه نه ده ورکړې"ډېر ناهیلی" شوی دی.

ټاکل شوې وه چې د لسو نړیوالو کارپوهانو یوه ډله روانې جنوري میاشت کې چین ته د کرونا ویروس د سرچینې څېړلو په تړاو ولاړه شي.

د کروناویرس لومړۍ قضیه د چین ووهان ښار کې ثبت شوه.

ټډروس ادهانوم څرګنده کړې:«نن موږ ومونده چې چینايي چارواکو چین ته د دې ډلې د داخلېدو اجازه نه ده ورکړې.»

هغه زیاته کړې:«‎زه له لوړ پوړو چینايي چارواکو سره په اړیکه کې وم چې او ټینګار مې وکړ چې دا ماموریت د روغتیا نړیوال سازمان لپاره لومړیتوب لري.»

چین د ۲۰۱۹ زیږدیر کال په وروستیو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې پر څرنګوالي نیوکې رد کړې.

پر یاد هېواد د نړۍ د مشرانو په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د کرونا ویروس خپرېدو له کبله نیوکې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې چین د ځینو ښارونو په ځانګړې توګه هوبي د کرونا ویروس د  دوهمې څپې خپرېدو له وېرې پر تګ راتګ بندیزونه اعلان شوي دي.

تر اوسه نړۍ کې په کرونا ویروس ۸۶ میلیون او ۴۲۳ تنه اخته شوي او څه باندې یو میلیون او ۸۶۹ زره نور مړه شوي دي.

ټاکل شوې وه چې د لسو نړیوالو کارپوهانو یوه ډله روانې جنوري میاشت کې چین ته د کرونا ویروس د سرچینې څېړلو په تړاو ولاړه شي

شریک یي کړئ