له هغې یوه اوونۍ وروسته چې د پاکستان خیبرپښتونخوا ایالت کې د هندوانو یو عبادتځای د قهرجنو مسلمانانو لخوا وسوځول شو، او د پاکستان عالي محکمې سپارښتنه کړې چې دا عبادتځای بیا ورغول شي.
پاکستان کې د هندولږکیو عبادتځي له منځه وړل د دغه هېواد د حکومت او سیاسي مشرانو ل خوا وغندل شول.
د خیبرپښتونخوا کرک سیمه کې اته ورځې مخکې ځینو قهرجنو مسلمانانو د هندوانو یوه عبادتځي ته اور ورته کړ.
د پاکستان د جمعیت علماي اسلام پلویانو وروسته له هغې دا عبادتځای وسوځولو چې یوه سیمه ییز روحاني یې د بیا رغونې سره مخالفت وکړ.
اوس د پاکستان سترې محکمې دا عمل غندلی او د بیا رغونې سپارښتنه یې کړې ده.
د پاکستان د هندو لږکیو ټولنې مشر، رامش کمار ویلي دي:«سترې محکمې د دې موضوع د څیړلو لپاره یو کمیسون ټاکلی دی. موږ ویجاړ شوی معبد ولید او د ځایی خلکو سره مو هم وکتل.»
که څه هم مسلمانان او هندوان په عمومي ډول پاکستان کې د یوه بل ترڅنګ ژوند کوي، خو په دې وروستیو کلونو کې د هندوانو پر عبادتځایونو بریدونه شوي دي.
پاکستان څه باندې ۲۱۲ میلیونه وګړي لري چې له ډې دلې ۸ میلیونه یې هندوان دي.