Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا کې ډموکراټ مشران له واکه د ټرمپ ګوښه کېدل غواړي

وروسته له دې چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ پلویانو د دغه هېواد پر کانګرس برید وکړ، اوس د امریکا د ولسي جرګې مشره، نانسي پلوسي چې د ډموکراټ ګوند غړې او د یاد ګوند مشر، چاک شومر له ټرمپه غوښتنه کړې چې له واکه لیري شي.

ننسي پلوسي یوې خبري غونډه کې ولسمشر ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو په ضد وسله والې بلوا په هڅونې تورن کړی دی.

هغې ویلي، ښایې کانګرس د ټرمپ د استیضاح بهیر پیل کړي

د امریکا قانون له مخې یوازې دوه اوونۍ به ټرمپ د امریکا ولسمشر ووسي، هغه یاده موده کې د تازه حکومت راتلو په تړاو خپله هوکړه اعلان کړې ده.

ټرمپ پرته له دې چې د امریکا په ټاکنو کې د بریالي، جوبایډن نوم واخلي وايي، چمتو دی د جنوري په شلمه نېټه په منظمه توګه واک ولېږدوي

هغه وروسته له دې د واک لېږد لپاره نرمښت ښیې چې پلویانو یې پر کانګرس برید وکړ او په کې مرګ ژوبله پېښه شوه، دغه کار پر ټرمپ د نیوکو لامل شو.

ننسي پلوسي ولسمشر ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو په ضد وسله والې بلوا په هڅونې تورن کړ

شریک یي کړئ