Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: د اندونزیايي پرځېدلې الوتکې ځينې ټوټې پيدا شوې دي

اندونزیايي چارواکو د دغه هېواد د هغې الوتکې د ځينو ټوټو د پيدا کېدو خبر ورکړی دی چې تېره شپه (شنبې د مرغومې په ۲۰مه ) پرځېدلې وه.

د دغو چارواکو په وینا، دغه ۷۳۷ بوینګ الوتکې ۶۲ تنه سپرلۍ لرله او د جاکارتا ښار له هوايي ډګره له الوتنې څلور دقیقې وروسته د رادار له پاڼې ورکه شوه.

دغې الوتکې د جاکارتا شمالي لوري ته په کابو ۲۰ کیلومټرۍ کې سقوط کړی دی.

د ژغورنې څه باندې لس کښتۍ د پېښې سیمې ته رسېدلي دي.

چارواکي زیاتوي چې دغه الوتکه له سقوط مخکې، بیړنۍ حالت نه و اعلان کړی او د هغې د پرځېدو لامل روښانه نه دی.

تېره ورځ د هوا له تیار کېدو سره د پلټنې او ژغورنې عملیات ودرل شول، خو نن سهار بېرته له سره پیل شول.

د دغه هېواد چارواکي وايي چې دغې الوتکې ۱۲ خدمې او ۵۰ مسافر لرل چې د هغوی اوه تنه ماشومان درې نوي زېږېدلي ماشومان وو.

د دغې الوتکې ټوله سپرلۍ اندونزیايي وه.

د رپوټونو پربنسټ، په هغې سیمه کې چې دغه الوتکه لوېدلې ده، د ۲۰۱۸ کال په اکټوبر کې هم یوه الوتکه لوېدلې وه.

دغه ۷۳۷ بوینګ الوتکې ۶۲ تنه سپرلۍ لرله او د جاکارتا ښار له هوايي ډګره له الوتنې څلور دقیقې وروسته د رادار له پاڼې ورکه شوه.

شریک یي کړئ