اندونیزیايي چارواکي وايي چې دغه هېواد کې د "سریویجایا" شرکت د بوینګ نسکورې شوې الوتکې ټوټې او قربانیان موندل شوي، خو تر اوسه یې توره بکسه نه ده موندل شوې.
نسکورې شوې الوتکه کې ۶۲ کسان سپاره و او له الوتو یوازې څلور دقیقې وروسته نسکوره شوه.
دغه الوتکه د جاکارتا اوبو ته ولوېده.
د یاد هېواد چارواکي وايي چې هغې سیمې ته چې الوتکې توره بکسه پکې لوېدلي، رسېدلي، خو تر اوسه یې بکسه نه ده ترلاسه کړې.
د یادې بکسې له موندلو وروسته به د الوتکې د نسکورېدو لامل څرګند شي.
درې ورځې مخکې د اندونیزیا په اوبو کې د "سریویجایا" شرکت د نسکورې شوې الوتکې د سورلیو کورنۍ لا هم هیله لري چې خپلوان به یې ژوندي وي.
په همدې حال کې اندونیزیايي چارواکي د الوتکو ټوټو او ځینو مسافرینو د مړیو له موندلو خبر ورکوي.
دوی وايي د دغې الوتکې توره بکسه یې چې ۶۲ تنه سورلۍ یې درلوده، موندلې او تر څېړنو وروسته به یې د نسکورېدو لامل څرګند شي.