Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا ولسي جرګې لخوا د ټرمپ دوهمه استیضاح

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د دوهم ځل لپاره د دغه هېواد د ولسي جرګې لخوا استیضاح شو.

دغې جرګې ترمپ پر کانګرس د برید لپاره د خپلو پلویانو د هڅونې لپاره استیضاح کړی دی.

ښاغلی ټرمپ چې جمهوري غوښتونکی دی، اوس سنا کې له محاکمې سره مخامخ دی او ښایې د تل لپاره به په ټاکنو کې له ګډونه محروم شي.

د ټرمپ د استیضاح طرحه تېره ورځ(چهارشنبې د مرغومې په ۲۴مه نېټه) ۲۳۲ مثبتې او ۱۹۷ منفي رایو سره تصویب شوه.

ټرمپ په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې هم له واکه د ناوړه ګټنې په تور استیضاح شوی و، خو سنا بیا دوې اوونۍ وروسته د تبرئې رایه ورکړه.

ډونالډ ټرمپ به تر راتلونکو شپږو ورځو پورې د امریکا ولسمشر وي او د  جنوري په ۲۵مه نېټه به د امریکا منتخب ولسمشر، جوبایډن لوړه وکړي.

شریک یي کړئ