د لومړنیو شمېرو له مخې په اندونیزیا کې د زلزلې له کبله ۳۵ کسان مړه شوي دي.
د دغه هېواد چارواکي وايي چې دغه زلزله نن سهار(جمعه د مرغومې په ۲۶مه نېټه) شوې او له کبله یې ۶۰۰ تنه ټپیان شوي دي.
د دغو چارواکو په خبره د زلزلې له کبله زرګونه کسان بې کوره شوي او کورنه یې وران دي.
د اندونیزیا په سولاویسي ټاپو کې د شوې زلزلې اندازه ۶،۲ رېښتره ښودل شوې او وروسته له لومړۍ څپې لسګونه نورې سختې څپې هم احساس شوې دي.
اوس مهال د زلزلې په سیمه کې د ژغورنې هڅې روانې دي.