Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند کې د کورونا ویروس د واکسین سراسري پروګرام پیل شو

د هند حکومت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د کورونا ویروس د واکسین سراسري پروګرام پيل شوی دی.

د هند لومړی مرستیال نرېندار مودي، د دغه واکسین د پروګرام په پیل کې وویل چې ټاکل شوې د دغه هېواد ټول وګړي د کورونا ویروس په وړاندې واکسین شي.

په هند کې د کورونا ویروس د واکسین پروګرام، په نړۍ کې د کورونا پر ضد واکسین تر ټولو ستر کمپاین دی.

د هند لومړي مرستیال د دغه هېواد له وګړو وغوښتل چې د واکسین له ترلاسه کولو وروسته، د ماسک کارول او د ټولنیز واټن مراعات کول له یاده ونه باسي:«د واکسین پروګرام په لومړي پړاو کې، ۳۰ مېلیونه تنه به واکسین ترلاسه کړي. په دویم پړاو کې به دا شمېر ۳۰۰ مېلیونو ته ورسېږي. په بل پړاو کې به ډېر عمره او هغه کسان چې مزمنې ناورغۍ لري واکسین به ترلاسه کړي.»

له دې سره هم مهاله په نړۍ کې د کورونا ویروس د قربانیانو شمېر هم د دوه مېلیونو له پولې واوښت. د رویټرز خبري اژانس د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې په هرو اتو ثانیو کې، په نړۍ کې پر کورونا ویروس ککړ یو کس مړ کېږي.

د امریکا متحده ایالات په نړۍ کې د کورونا ویروس له امله تر ټولو زیانمن هېواد دی. د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي چې له دغې وبا سره د مقابلې لپاره، د واکسینونو د مرکزونو شمېر به زیات کړي او هڅه به وکړي چې د امریکا ډېر شمېر وګړي به د کورونا واکسین ترلاسه کړي.

هغه وویل:«موږ په ساړه ژمي کې یوو. په کورونا ویروس د اخته کېدو کچې زیاتوالی موندلی. خلک د کووېډ نولس ناورغۍ له امله ډېر خلک بستري کېږي. هره ورځ درې تر څلورو زرو تنو پورې ناروغان مري او موږ په امریکا کې د ۴۰۰ زره تنو مړینې ته نږدې کېږي.»

د کورونا ویروس واکسین تراوسه د نړۍ په کابو ۵۰ هېوادونو کې وېشل شوی چې ټول یې بډایه هېوادونه دي او یا هم متوسط عاید لري.

د خو د روغتیا نړیوال سازمان ټينګار کوي کچې تر راتلوونکو سلو ورځو، د کورونا ویروس واکسین باید د نړۍ ټولو هېوادونو ته ورسېږي.

شریک یي کړئ