Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړۍ کې د کورونا د قربانیانو شمېر څه باندې دوه مېلیونو تنوته ورسېد

د رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې په نړۍ د کورونا وریروس د قربانیانو شمېر څه باندې دوه مېلیونو ته لوړ شو.

د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د کورونا ویروس د واکسین د تطبیق سربېره، د دغه ویروس شمېر مخ په لوړېدو دی.

د رویټرز د خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، په ۲۰۲۱ کال کې تراوسه په هره ورځ کې په ټوله نړۍ کې ۱۱ زره او ۹۰۰ تنه د کووېډ نولس ناروغۍ له امله مړه شوي دي، یعنې په هرې ثانیه کې یو کس خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوترش د دغه ویروس په هکله وايي:«زموږ نړۍ د غمیزې یوه پړاو ته رسېدلې ده.»

هغه  زیاته کړه:«د دغه ټکان ورکوونکي شمېر تر شا نومونه او څېرې دي، هغه موسکا ده چې اوس په یوې خاطرې بدله شوې، هغه څوکۍ چې د خوړو د مېز تر شا تشه پاتې کېږي، هغه خونه چې په هغه کې د یوه ګران چوپتیا راڅرخي.»

امریکا د دغې ناورغۍ له امله د ۴۰۰ زره ناروغانو له لرو سره په نړۍ کې د دغه ویروس د قربانیانو لومړی مقام لري.

برازیل، هند، مکسیکو او برېټانیا له امریکا وروسته تر ټولو ډېر قربانیان لري.

تراوسه په نړۍ کې په دغه ویروس څه باندې ۹۴ مېلیونه تنه اخته شوي دي. 

شریک یي کړئ