Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پوتین منتقد روسیې ته له ستندو سره سم ونیول شو

د روسیې د ولسمشر سخت منتقد، الکسي ناولیني دغه هېواد ته له رسېدو سره سم هوايي ډګر کې ونیول شو.

د روسیې انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلی الکسي تېره ورځ(یکشنبې د مرغومې په ۲۸مه نېټه) روسیې ته ستون شو او د دغه هېواد فدرال زندان چارواکو یې نیول تایید کړي دي.

ناولني روسیې ته له رسېدو یوازې پنځلس دقېقې وروسته ونیول شو، خو مخکې له نیول کېدو یې خپلو پلویانو ته وویل چې له هېڅ شي وېره نلري او پرې د فساد لګېدلي تورونه جعلي دي.

د راپورونو له مخې روسیې ته له راتګه مخکې د پوتین دغه مخالف ته د نیول کېدو په تړاو خبرداری ورکړی شوی و.

الکسي ناولني روسیه کې پرانیستي دوسیه لري چې په په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې یې له مخې په تعلیقي بند محکوم شوی و، د دغه محکومیت له مخې دی باید هرو دوو میاشتو کې روسیې قضايي مسوولینو ته حاضر شي.
 
الکسي ویلي دي چې المان کې د اوسېدو له کبله نه دی توانېدلی چې لنډ  وخت کې قضايي بنسټونو ته حاضر شي، او د نیول کېدو لامل یې هم همدا دی.

د روسیې فدرال زندان چارواکو د ښاغلي ناولیني نیول کېدل تایید کړي دي

شریک یي کړئ