ټاکل شوې د امریکا متحده ایالاتو نوی ټاکل ولسمشر، جو بایډن نن شپه(چهارشنبې د سلواغې په لومړۍ نېټه) په رسمي ډول لوړه وکړي.
د جوبایډن د لوړې مراسمو د امنیت لپاره د ملي ګارډ ۲۵ زره پوځیان لاس په کار شوي دي.
د امریکا فدرال امنیتي بنسټونو زرګونه سرتېري د احتمالي کورني برید د مخنیوي لپاره په تیارسۍ حال کې دي.
بایډن د لوړې مراسمو لپاره واشنګټن ته رسېدلی دی.
په همدې حال کې تر راتلونکو څو ساعتونو پورې به د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د کار دوره رسمآ پایته ورسیږي. هغه د خدای په امانۍ پیغام هم خپور کړی دی.
ټرمپ ویلي دي چې:«پلویانو یې هغه څه وکړل چې لپاره یې راغلي وو.»
هغه ویلي دي چې د خپل واک څلورو کالو کې له سختو غوراویو او پرېکړو سره مخ او ده هغه څه ترسره کړل چې ورته ټاکل شوی و.